د پاكستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي وايي، له افغانستانه د امريكايي ځواكونو وتل بايد مسوولانه وي.
نوموړي په خپلو تازه څرګندونو كې ويلي، چې دوى تل د افغانستان د سولې په بهير کې همکاري کړې او خپلې دې همکارۍ ته به دوام وركړي.
قريشي همدارنګه ټينګار کړى، چې هېواد يې د بين الافغاني خبرو په ترسره کېدو کې هم پوره همکاري کوي او هيله لري، چې افغانستان ته دايمي سوله راشي.
د پاكستان د بهرنيو چارو د وزير په وينا، افغانان سولې ته اړتيا لري او اوس د دې وخت دى، چې افغانستان داخلي سولې او بيا له خپلو ګاونډيو هېوادونو سره سيمه ييزې سولې ته ورسېږي.
د يادونې وړ ده، چې د امريكا او طالبانو ترمنځ د سولې د لاسليك شوي هوكړه ليك له مخې، ټول بهرني ځواكونو په ۱۴ مياشتو كې افغانستان پرېږدي.