جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، له طالبانو سره چې هر هوکړه ليک لاسليکېږي، مشروط به وي او كه هغوى له جګړې لاس واخلي، شرطونه به بدلون ومومي.
نوموړي دا څرګندونې تېر ماښام د ويډيو كنفرانس له لارې د هېواد له يو شمېر واليانو سره د سولې بهير پر وروستيو پرمختګونو د خبرو په مهال وكړې.
د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه كې د جمهور رئيس غني له قوله راغلي، افغان حكومت له داعش او نورو ترهګرو ډلو سره هېڅ راز اوربند نه لري، خو طالبان بايد ځانونه له هغو جلا كړي او له پاکستان سره د اړيکو، خپلو امن پټنځايونو او جرمي اقتصاد په اړه خلکو ته توضيحات ورکړي.
هغه وويل، هېڅکله د سولې بهير په نوي پړاو کې اجازه نه ورکوي، چې دا بهير قومي، سمتي او ډله ييز شي، ځکه سوله ملي پروسه ده او ټول افغان ولس پرې اجماع لري.
بايد وويل شي، چې پر پرله پسې غوښتنو سربېره هم طالبان تراوسه له افغان حكومت سره خبرو ته نه دي حاضر شوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ