د كونړ ولايتي چارواكي په دغه ولايت كې د يوه مهم قوماندان په ګډون حكومت ته د ۳۹ داعش وسله والو د تسليمېدو خبر وركوي.
د كونړ د والي وياند عبدالغني مصمم كليد ته وويل، يادو داعشيانو، چې په څوكۍ ولسوالۍ كې يې فعاليت كاوه، تېره ورځ ځانونه حكومت ته وسپارل.
دى وايي، په نېږدې راتلونكې كې به يو شمېر نور داعش وسله وال هم حكومت ته تسليم شي او له وسله وال مخالفته به لاس واخلي.
داعش ډلې تراوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.
بايد وويل شي، چې سږ كال په ننګرهار كې هم سلګونه داعشيان له خپلو كورنيو سره حكومت ته تسليم شوي او وسلې يې پر ځمكه اېښې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ