ads

د كركټ د چلېنج کپ دوهمه درجه ولايتي سيالۍ پيل شوې

د خوست او ننګرهار په كركټ لوبغالو كې نن د ۱۶ ولايتونو د كركټ لوبډلو ترمنځ د چلېنج کپ دوهمه درجه ولايتي لوبې پيل شوې. د كركټ بورډ د خبرپاڼې له مخې، دا لوبې د مس عينک او سپين غر زونونو مسوولينو پرانيستې. په خبرپاڼه كې راغلي، له درېيمه درجه ولايتي سياليو، چې د روانې […]

نویسنده: hewadpal
3 کب 1398
د كركټ د چلېنج کپ دوهمه درجه ولايتي سيالۍ پيل شوې

د خوست او ننګرهار په كركټ لوبغالو كې نن د ۱۶ ولايتونو د كركټ لوبډلو ترمنځ د چلېنج کپ دوهمه درجه ولايتي لوبې پيل شوې.
د كركټ بورډ د خبرپاڼې له مخې، دا لوبې د مس عينک او سپين غر زونونو مسوولينو پرانيستې.
په خبرپاڼه كې راغلي، له درېيمه درجه ولايتي سياليو، چې د روانې فبروري مياشتې په لومړۍ نېټه پيل شوې او د همدې مياشتې په ۱۳مه نېټه پاى ته ورسېدې، د ميدان ورګ، فراه، کوچيانو، بغلان، پکتيا، نورستان، فارياب، زابل، لوګر، بلخ، هرات، باميان، کندوز، هلمند، پروان او سمنګان ولايتونو لوبډلو دوهمه درجه ولايتي سياليو ته لار ومونده.
د سرچينې په خبره، د چلېنج كپ دوهمه درجه ولايتي لوبې به د راتلونكې مارچ مياشتې تر پنځمې نېټې دوام ولري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA