ads

د سالنګ لويه لار بېرته د ټرافيكو پرمخ پرانيستل شوه

د سالنګ لويه لار له ۲۵ ساعته بندښت وروسته بېرته د ټرافيكو پرمخ پرانيستل شوه. د سالنګونو د ساتنې او څارنې رياست وايي، د واورې پاكولو وسايط، چې د سالنګونو دواړو خواوو ته د لارې پاكولو پر عملياتو بوخت وو، تېره شپه نهه بجې او ۳۰ دقيقې سره يوځاى شول او لار يې د موټرونو […]

نویسنده: hewadpal
25 سلواغه 1398
د سالنګ لويه لار بېرته د ټرافيكو پرمخ پرانيستل شوه

د سالنګ لويه لار له ۲۵ ساعته بندښت وروسته بېرته د ټرافيكو پرمخ پرانيستل شوه.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې رياست وايي، د واورې پاكولو وسايط، چې د سالنګونو دواړو خواوو ته د لارې پاكولو پر عملياتو بوخت وو، تېره شپه نهه بجې او ۳۰ دقيقې سره يوځاى شول او لار يې د موټرونو د تګ راتګ پرمخ پرانيسته.
د سرچينې په خبره، د سالنګ لويه لار دمګړۍ له ټېلرونو پرته د نورو ټولو موټرونو پرمخ پرانيستې ده.
ياده لار وړمه شپه اته بجې او ۳۰ دقيقې د ټرافيكو پرمخ تړل شوې وه.
د سالنګ پر لويه لار، چې په غرونو کې له اوږده تونل څخه تېره شوې، په ژمي كې تګ راتګ له ډېرو ستونزو سره مخ وي او حتى ځينې وخت خلكو ته په كې مرګ ژوبله هم اوړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA