د روغتیا نړیوال سازمان له یوه اوږد بحث وروسته په چین کې د کرونا ویروس په اړه په نړۍ کې بیړنی روغتیايي حالت اعلان کړ.
دغه سازمان تر هغه وروسته نړیوال بیړنی حالت اعلان کړ، چې پر چین سربېره، په۲۰ نورو هېوادونو کې هم د دغه ویروس نښې ولیدل شوې.
اوسمهال د کرونا ویروس د قربانیانو شمېر ۱۷۰ ته رسېدلی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، د بیړني حالت اعلان هدف یادې ستونزې ته د حل لارې پیداکول دي.
روغتیايي کارپوهان په دې باور دي، چې د کرونا ویروس په چین کې په ډیرې چټکتیا خپور شوی او د امریکا، فرانسې، آلمان، کاناډا او ویتنام په څېر هېوادونو کې د یاد ویروس مثبتو پېښو هم خلک اندښمن کړي دي.