د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي کلید ته وویل، چې نن سهار د کونړ- جلال اباد پر لویه لاره د بهسودو ولسوالۍ اړوند په بینګاه سیمه کې د سراچه موټر او هینو موټر د ټکر له کبله د پولیسو یو ساتمن وژل شوی او څلور نور ژوبل شوي دي.
په هېواد کې د موټر چلوونکو ګړندی تګ او د سرکونو تنګوالی هغه لاملونه دي، چې ډېری وخت خونړۍ ټرافیکي پېښې ترې رامنځته کېږي.