د بامیانو ولایت د ټولګټو چارو ریاست مسولین وایي، چې د سختې واورې ورېدو او طوفان په پایله کې د یاد ولایت د اجه ګک، شاتو او بندشوی کوتلونه تړل شوي شوي دي.
د بامیان ولایت د ټولګټو چارو ریاست مالي او اداري امر غلام نبي قمبري کلید ته وویل، چې له تېرې شپې راپدېخوا په یاد ولایت کې واوره اورېدنه او طوفان جریان لري.
د ده په خبره، د سختې واورې له کبله اوس د اجه ګک کوتل له لارې د کابل ـ بامیانو لار تړل شوې، چې خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
د ښاغلي قمبري په خبره، لسګونه مسافر په مرکز بامیانو او ولسوالیو کې د دې لارې پرانیستل کېدو ته په تمه دي.
د بامیان، ډایکنډي او غور ولایتونو اوسېدونکي د اجه ګک کوتل او میدان وردک ولایت له لارې مرکز کابل ته تګ راتګ کوي او دغه لار د مرکزي سیمو لپاره مهمه لار بلل کېږي.