د کرنې، اوبو لګوونې او مالدارۍ وزارت وایي، چې سږ کال په هېواد کې د زعفرانو د کښت تولید ۲۲ سلنه ډېر شوی دی.
د کرنې او اوبو لګوونې وزارت ویاند اکبر رستمي رسنیو ته وویل، چې روان کال په هېواد کې ۱۸زره و ۴۰۰ کیلوګرامه زعفران تولید شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې تر ټولو ډېر زعفران لومړی په هرات او وروسته په بلخ، فاریاب، کندهار، ډایکنډي او سرپل ولایتونو کې تولید شوي دي.
تمه کېږي چې راتلونکی کال د زعفرانو د تولید کچه تر دې هم لوړه شي او په نورو ولایتونو کې د دغه بوټي د کرلو هڅه وشي.