ads

په ارزګان کې له خپلو سیمو بېځایه شوي کسان له بشري ناورین سره مخ دي

د ارزګان ولایت زرګونه کورنۍ له خپلو سیمو بي ځاي شوې، چې اوسمهال له ګڼو ستونزو سره لاس او ګېروان دي. دا کورنۍ د ترینکوټ ښار په یو څنډه کې د سولې په نوم سیمه کې په یو نړېدلي خیټن چاردیوالي کې پرته ده، چې کور هم نه شو ورته ویلايي. څو ورځې وړاندې د […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
27 لیندۍ 1398
په ارزګان کې له خپلو سیمو بېځایه شوي کسان له بشري ناورین سره مخ دي

د ارزګان ولایت زرګونه کورنۍ له خپلو سیمو بي ځاي شوې، چې اوسمهال له ګڼو ستونزو سره لاس او ګېروان دي.
دا کورنۍ د ترینکوټ ښار په یو څنډه کې د سولې په نوم سیمه کې په یو نړېدلي خیټن چاردیوالي کې پرته ده، چې کور هم نه شو ورته ویلايي.
څو ورځې وړاندې د ارزګان والي محمد شفيق اسدالله سعيد په دغه ولایت کې د جګړو له کبله پر بېځايه شوو کسانو اندېښمنه وښوده.
نوموړي ويلي وو، چې په ارزګان کې ۹۵ فيصد خلک له لوږې سره مخ دي
هغه پر نړيوالو خيريه ارګانونو ږغ وکړ، چې ارزګان ته پاملرنه وکړي.
په دغه ولايت کې کډوال وايي، ژوند يې روانې جګړې بد حال ته رسولی او که پاملرنه ورته ونه شي، د مرګ له ګواښ سره به مخ شي.
د ارزګان ولایت مقام مسولین وايي، په دغه ولایت کې ۸۸۳۰ کورنۍ بېځايه شوې دي.
دوي دا مني چې دغلته زیات شمېر کورنۍ ترشنه اسمان لاندې شپې او ورځې تېروي او اتراوسه له محدود شمېر سرمرستې شوې دي.
ارزګان مرستيال والي سيد محمد سعادت ناصري هم پر نړيوالو خيريه ارګانونو غږ کوي، چې ارزګان ته پاملرنه وکړي.
د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وزیر د ډيسمبر پر ۱۸ د کډوالو د نړيوالې ورځې په لمانځغونډه کې وویل، که روانه جګړه پاي ته ونه رسيږي، زيات افغانان په له هېواد څخه تيښتي ته اړ شي.

 

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA