ads

عمران خان او محمد بن سلمان پر دوه اړخيزو اړيکو خبرې وکړې

د پاکستان رسنيو خبر ورکړى، چې د دغه هېواد لومړى وزير عمران خان په يوه رسمي سفر د سعودي عربستان پايتخت رياض ته لاړ او هلته يې د دې هېواد له وليعهد محمد بن سلمان سره وکتل. د سرچينې په خبره، په دغه کتنه کې دواړه لوري د دوه اړخيزو اړيکو پر پياوړتيا، سيمه ييزو […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
24 لیندۍ 1398
عمران خان او محمد بن سلمان پر دوه اړخيزو اړيکو خبرې وکړې

د پاکستان رسنيو خبر ورکړى، چې د دغه هېواد لومړى وزير عمران خان په يوه رسمي سفر د سعودي عربستان پايتخت رياض ته لاړ او هلته يې د دې هېواد له وليعهد محمد بن سلمان سره وکتل.
د سرچينې په خبره، په دغه کتنه کې دواړه لوري د دوه اړخيزو اړيکو پر پياوړتيا، سيمه ييزو او نړيوالو مسايلو او يو شمېر نورو موضوعاتو وغږېدل.
پاکستاني رسنيو تر دې وړاندې ويلي وو، چې عمران خان د رياض او تهران ترمنځ د كړكېچ د حل په هدف د منځګړيتوب لپاره سعودي عربستان ته سفر کړى دى.
دا په روان ميلادي کال کې ياد هېواد ته د عمران خان څلورم سفر دى او تر ډېره يې هدف د ايران او سعودي عربستان ترمنځ د كړكېچ له منځه وړل په ګوته شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA