ads

په پکتیکا کې د سون لرګیو بیه په بي ساري ډول لوړه شوې

د پکتیکا یحيي خېل ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالجبار کلید ته وویل، تېر ژمی د یو من لرګیو قیمت تر ۵۰ افغانۍ رسېده ، خو اوس مهال په بازار کې په څه کم سل افغانۍ یو من پلورل کېږې. هغه زیاتوي، چې د دغه ولایت خلک ډېر بي وسه او غریب دي او په خبره يي د […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
18 لیندۍ 1398
په پکتیکا کې د سون لرګیو بیه په بي ساري ډول لوړه شوې

د پکتیکا یحيي خېل ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالجبار کلید ته وویل، تېر ژمی د یو من لرګیو قیمت تر ۵۰ افغانۍ رسېده ، خو اوس مهال په بازار کې په څه کم سل افغانۍ یو من پلورل کېږې.
هغه زیاتوي، چې د دغه ولایت خلک ډېر بي وسه او غریب دي او په خبره يي د لرګیو د لوړې بیې له کبله زیات شمېر کسان نه شي کولای، چې ويې پېري.
د حاجي اسدالله او عبدالرحمن په نومونو د پکتیکا دوه نور اوسېدونکي هم د سون لرګیو له لوړې بیې شکایت کوي او وايي په اوس وخت کې د لرګیو اخیستلو ته د هر چا وس نه رسېږي.
دوی څرګندوي، چې د تېرو کلونو په پرتله سږ د لرګیو قیمت نیمايي زیات شوی دی.
هغوی وايي له یو لوري په په لارو کې د لرګیو له وړونکو کسانو پیسې اخیستل کېږې او له بل پلوه په یاد ولایت کې پېر په پاکستانۍ کلداري کېږې، چې د هغې د ارزښت کموالي له کبله هم په بیه کې لوړوالی لیدل کېږې.
د نکې ولسوالۍ اوسېدونکي فضل کلید ته وویل، په غرونو کې لرګي له کمښت سره مخ کېږې او په خبره يي راوړل يې خورا ډېرې ستونزې غواړي.
هغه څرګندوي، په لاره کې څو ځایه د مالېې په نوم پیسې ورڅخه اخیستل کېږې، چې دې څه هم د لرګیو په بیه کې لوړوالی راوستی او خلکو ته يې اخېستل ستونزمن کړي دي.
د همدي ولسوالۍ بل اوسېدونکی غازی ګل هم وايي، له ډېرو ستړیو وروستیو دوی په یو من کې له پنځه افغانۍ زیاتې نشي ګټلی.
هغه څرګندوي، چې د لارو ډېر لګښتونه او په غرونو کې د سون لرګیو د کمېدو له کبله بیې لوړې شوې دي.
یاده دې وي، چې د ژمي په راتګ سره د هېواد په سړو سیمو کې د سون توکیو بيې لوړېږي، خو سږ کال په پکتیکا کې د لرګیو قیمت داسې ځای ته رسېدلی چې اخیستل يې اوس مهال د بې وزله خلکو لپاره اسان کار نه دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA