د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ په ايران كې د انټرنېټي خدمتونو پر بندېدو نيوكه كړې ده.
نوموړي پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، د ايران حكومت په دې هدف، چې ايرانيان په خپل هېواد كې له تاوتريخوالي خبر نه شي، هلته انټرنېټي خدمتونه بند كړي دي.
بل پلو د امريكا د بهرنيو چارو وزير مايك پمپيو د ايران له خلكو غوښتي، چې د ويډيوګانو او انځورونو په خپرولو سره په دغه هېواد كې ځورونه مستنده كړي.
د هغه په وينا، واشنګټن به د يادې ځورونې په خاطر پر تهران بنديزونه ولګوي.
ايران په دې هېواد كې د وروستيو لاريونونو د ځپلو له كبله له نړيوالو فشارونو سره مخ شوى دى.
د بښنې نړيوال سازمان په ايران كې د لاريونونو په مهال د لږ تر لږه ۱۰۶ تنو د وژل كېدو خبره كړې ده.