د پاكستان د بشري حقونو كمېسيون د ادريس خټك په نوم د بشري حقونو د يوه فعال د برخليك په اړه اندېښنه څرګندوي.
د خټك كورنۍ ويلي، په دې تړاو هېڅ معلومات نه لري، چې نوموړى اوس چېرته دى.
ادريس خټك تېره اونۍ د صوابۍ پر لاره له خپل موټر چلوونكي سره يو ځاى ورك شو.
د پاكستان د بشري حقونو كمېسيون تېره ورځ وويل، ښايي د هغه وركېدل د جبري لادركه كېدو يوه بله پېښه وي.
خټك د نوښار اوسېدونكى دى او د بشري حقونو د څار او بښنې نړيوالو سازمانونو لپاره يې كار كاوه.
د پاكستان حكومت تر دا مهاله د يادې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.