ads

افغان حکومت په چین کې د افغان سولې په تړاو په جوړېدونکې غونډه کې د ګډون پرېکړه کوي

د افغانستان حکومت د چين په بلنه د افغان سولې په اړه په جوړېدونکي غونډه کې د ګډون لپاره پرېکړه کوي. د سولې په چاروکې د افغان دولت وزارت وايي، په چين کې د افغان سولې په اړه د جوړېدونکې غونډې پر څرنګوالي له دغه هېواد سره خبرې کوي. د سولې په چاروکې د افغان […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
1 لړم 1398
افغان حکومت په چین کې د افغان سولې په تړاو په جوړېدونکې غونډه کې د ګډون پرېکړه کوي

د افغانستان حکومت د چين په بلنه د افغان سولې په اړه په جوړېدونکي غونډه کې د ګډون لپاره پرېکړه کوي.
د سولې په چاروکې د افغان دولت وزارت وايي، په چين کې د افغان سولې په اړه د جوړېدونکې غونډې پر څرنګوالي له دغه هېواد سره خبرې کوي.
د سولې په چاروکې د افغان دولت وزارت ويانده ناجيه انوري وايي، دوی په دې اړه له چين سره خبرې اترې پيل کړې دي؛ خو وروسته به پرېکړه وکړي، چې د افغانستان په استازيتوب په دغه غونډه کې څوک ګډون کوي او کنه…؟
د سولې په چاروکې د افغان دولت وزارت يوځل بيا په دغو خبروکې د افغان حکومت د ونډې پر مرکزيت او مالکيت ټينګار کړی دی.
د افغان سولې خبرې په داسې حال کې پيلېږي، چې څه موده وړاندې دغه خبرې د امريکا د جمهور رييس دونالډ ترامپ له لوري ختمې اعلان شوې.
سياسي شنونکي په دې باور دي، چې ټرامپ د افغان سولې د خبرو په ځنډولو سره د سولې پر وړاندې راپورته شوي حساسيتونه مديريت کړل او له طالبانو سره یې په کېدونکي هوکړه کې اختلافي ټکي اصلاح کړل.
د سولې او پراختيا سازمان مشر زمان ګل دهاتي کليد ته وويل، داځل د افغان سولې لپاره بشپړې تابياوې نېول شوې دي.
خو بل پلو په کابل کې ځينې مدني ټولنې بيا اندېښمنې دي او ټينګار کوي، چې حکومت بايد د سولې په خبروکې مانا لرونکي ونډه ولري.
مدني فعالې منيژې رامذي کليد ته وويل، د افغان سولې دواړه اړخونه بايد نرمښت څرګند کړي او دواړه لوري بايد له خپلو شخصي غوښتنو تېر شي.
په ورته وخت کې خلک هم ټېنګار کوي چې د افغان سولې لپاره رامنځته شوی فرصت بايد داځل له لاسه ورنکړل شي.
ټاکل شوي د افغان سولې په اړه نوې غونډه د چين په کوربه توب د دغه هېواد په بيجينګ ښارکې ترسره شي.
په دغه غونډه کې د طالبانو او امريکا په ګډون د افغان سولې ټولو ښکېلو اړخونو ته بلنه ورکړل شوې ده.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA