جمهور رئيس محمد اشرف غني تېر ماښام په ارګ كې د امريکا د دفاع له وزير مارک اسپر سره، چې د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته په ناڅاپي سفر راغلى و، وليدل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، په دې ليدنه كې دواړه لوري د افغانستان، سيمې او نړۍ پر امنيتي مسايلو، له ترهګرۍ سره پر مبارزې، د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو پر تمويل او تجهيز، په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر همکاريو او د سولې بهير د راتلونکو اقداماتو ترڅنګ د افغانستان، سيمې او نړۍ پر وضعيت وغږېدل.
اسپر له افغان ځواکونو سره د امريکا د مرستو پر موثريت ټينګار وکړ.
جمهور رئيس غني بيا له اداري فساد سره د مبارزې په ځانګړي ډول د هېواد په امنيتي او دفاعي ارګانونو کې له فساد سره د مبارزې په برخه کې د ملي يووالي حکومت د عملي او سيستماتيکو اقداماتو په اړه خبرې وکړې.
دا د امريكا د دفاع وزير په توګه افغانستان ته د اسپر لومړنى سفر و.