ads

په پکتیکا کې ۷۱ ټاکنیز مرکزونه د نا امنۍ له کبله تړلي

د پکتیکا ولایت د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکي په داسي مهال په دي ولایت کې د ۷۱ ټاکنیزو مرکزونو د تړل کیدو او د ټاکنو د نه ترسره کیدو خبر ورکوي ، چې تر دې وړاندي د پکتیکا امنیتي مسولینو د ټاکنو لپاره د چمتوالي او ټولو مرکزونو د امنیت ساتنې خبرونه ورکړي دي. د […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
28 وږی 1398
په پکتیکا کې ۷۱ ټاکنیز مرکزونه د نا امنۍ له کبله تړلي
پکتیا د ټاکنو کمېسیون

د پکتیکا ولایت د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکي په داسي مهال په دي ولایت کې د ۷۱ ټاکنیزو مرکزونو د تړل کیدو او د ټاکنو د نه ترسره کیدو خبر ورکوي ، چې تر دې وړاندي د پکتیکا امنیتي مسولینو د ټاکنو لپاره د چمتوالي او ټولو مرکزونو د امنیت ساتنې خبرونه ورکړي دي.
د پکتیکا ولایت د ټاکنو خپلواک کمیسیون ریًس محمد هارون باور کلید ته وویل، په امنیتي ناسته کې له هر اړخیزې څیړنې وروسته يې هغه مرکزونه په نښه کړي چې ټاکنې پکې نه شي ترسره کېدی.
د ده په خبره د ۲۳۷ مرکزونو له ډلي يي د ۷۱ امنیت خوندي نه دی، چې په وینا يي دا مرکزونه به د ټاکنو په ورځ تړلي وي.
د دغه ولایت یو تن اوسېدونکی بهاول خان کټوازی نیوکه کوي چې امنیتي مسولین د ټاکنیزو مرکزونو په امنیت ساتنې کې پاتې راغلي دي.
دی څرګندوي چې د تړلو مرکزونو له ډلې تر نیمايې زیات يې خورا په اسانۍ سره امن کېدی شي، خو که چارواکي په سم ډول خپل مسولیت سرته ورسوي.
بل پلو پر ټاکنو د څار ځيني بنسټونه اندېښنه څرګندوي او وايي په دا ډول ملي پروسه کې د دومره زیات شمېر پکتیکا والو بي برخې کېدل لوی زیان دی .
د فیفا ولایتي مشر حضرت شاه نورزي کلید سره په خبرو کې وویل، د ۷۱ تړلو مرکزونو په پایله کې به نېږدې ۳۰ فیصده پکتیکاوال په ټاکنو کې له ګډون څخه محروم شي.
د یادونې وړ ده چې په تېرو پارلماني ټاکنو کې هم په پکتیکا کې ځيني ټاکنیز مرکزونه د نا امنۍ کبله تړلي وو، خو شمېر یې په دومره لویه کچه نه و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA