د پکتيکا ولايتي چارواکي وايي، د دغه ولايت په وړممۍ ولسوالۍ کې هوايي بريدونو ۲۰ وسله وال طالبان وژلي دي.
د پكتيكا د والي وياند زيار خان ياد کليد ته وويل، دا بريدونه افغان هوايي ځواکونو تېره شپه ترسره كړل.
هغه زياته كړه، د دې بريدونو په مهال د طالبانو يو شمېر وسايط هم له منځه يووړل شول.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي، ياد هوايي بريدونه په يوه دښته کې شوي او طالب جنګياليو ته يې كوم زيان نه دى اړولى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ