ads

په خوست کې د کب روزنې د پراختیا هڅې پیل شوې

د خوست د کرنې ریاست چارواکي وایي، هڅې یې پیل کړي چې په دغه ولایت کې د کب روزنې برخې ته پراختیا ورکړي. د مسولینو په خبره، چې سږکال یې په دغه ولایت کې پر ۴۰ فارم لرونکو د کبانو نېږدې ۴۰ زره تخمونه ویشلي دي. د کبانو فارم لرونکي خوښ دي، چې مسولینو دې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
17 وږی 1398
په خوست کې د کب روزنې د پراختیا هڅې پیل شوې
د کبانو فارمونه

د خوست د کرنې ریاست چارواکي وایي، هڅې یې پیل کړي چې په دغه ولایت کې د کب روزنې برخې ته پراختیا ورکړي. د مسولینو په خبره، چې سږکال یې په دغه ولایت کې پر ۴۰ فارم لرونکو د کبانو نېږدې ۴۰ زره تخمونه ویشلي دي.
د کبانو فارم لرونکي خوښ دي، چې مسولینو دې برخې پام کړی، خو وایي دا بسنه نه کوي، په دې برخه کې دې د دوی پوره لاسنیوی وکړي.
د خوست په مرکز او ولسوالیو کې د کبانو په لسګونه فارمونه جوړشوي، چې هر کال شاخوا ۳۰ ټنه کبان تولیدوي.
صاحب خان چې په خوست ښار کې د کبانو فارمونه لري وایي، په اوسط ډول له خپلو فارمونو د کال نېږدې ۵ ټنه کبان تولیدوي.
هغه وایي کوم ماهیان چې له ګاونډي هېواد پاکستان څخه را وارېدېږي، اوونۍ او میاشتې وخت پرې تېرېږي، خو وایي که دلته د حکومتي مسولینو همکاري ورسره وي، نو لرې نه ده چې له پرادیو وارېدېدوونکو کبانو به خلاص شي او دلته به نوي او تازه کبان بازار ته وړاندې کړي.
د بریالي په نوم په خوست ښارکې یو تن هوټلي وایي، وړاندې به دغه ولایت ته پر پاکستان سربېره له ننګرهاره ولایت ته هم کبان راوړل کېدل، خو په خبره یې اوس تر یوه بریده په خوست کې جوړشوي فارمونه د بازار تقاضا پوره کولی شي.
د نوموړي په خبره، دلته د خلکو مینه د نورو په پرتله له وطني کبانو سره زیاته ده.
د خوست د کرنې او مالدارۍ رییس انجنیر حفیظ الله وایي، د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې پرمټ یې پراخې هڅې پیل کړي، چې د کب روزنې کاروبار ته په خوست ولایت کې پراختیا ورکړي.
د نوموړي په خبره چې په دې سره به خوست میشتو ته د کارو بار نوی ور پرانېستل شوی وي.
د معلوماتو له مخې دا مهال په ټول هېواد کې د کب روزنې د فارمونو شمېر دوو زرو ته رسېږي، چې ډېری یې د خوست ترڅنګ په ننګرهار، کندهار، هلمند، اروزګان، بلخ او نیمروز ولایتونو کي دي، چې له دغو فارمونو څخه هر کال څه د پاسه ۱۰ زره ټنه کبان تولیدیږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA