ads

په هرات كې د اتو بېوزلو جوړو ډله ييز واده وشو

په هرات كې د اتو هغو جوړو، چې د واده د لګښت توان يې نه درلود، په ډله ييزه توګه د واده مراسم ترسره شول. دا كار د يو شمېر هراتي ځوانانو په نوښت د واده د اسانولو او د لوړ لګښت د مخنيوي په هدف وشو. د يادو مراسمو د جوړوونكو له ډلې سيد […]

نویسنده: hewadpal
8 وږی 1398
په هرات كې د اتو بېوزلو جوړو ډله ييز واده وشو

په هرات كې د اتو هغو جوړو، چې د واده د لګښت توان يې نه درلود، په ډله ييزه توګه د واده مراسم ترسره شول.
دا كار د يو شمېر هراتي ځوانانو په نوښت د واده د اسانولو او د لوړ لګښت د مخنيوي په هدف وشو.
د يادو مراسمو د جوړوونكو له ډلې سيد عبدالله ناياب وايي، د واده لوړ لګښت سبب شوى، چې زيات شمېر ځوانان له واده كولو بې برخې او په غيرې اخلاقي كارونو اخته شي.
دى زياتوي، د واده په برخه كې د ناسم كلتور د شتون له كبله هر كال ګڼ شمېر افغان ځوانان خپل هېواد پرېږدي او پر مرګونو لارو نورو هېوادونو ته ځي.
ديني عالمان په ودونو كې لوړ لګښتونه د اسلام دين خلاف بولي او په خبره يې، د اسلام په دين كې پر اسانه واده ټينګار شوى دى.
بې كاري، بېوزلي او ناوړه دودونه هغه څه دي، چې له كبله يې ډېرى افغان ځوانان نه شي كولى په اسانۍ ګډ ژوند پيل كړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA