ads

په ننګرهار کې د ماين چاودنو ۶۶ ملكي وګړي ټپيان كړل

په ننګرهار كې نن ۱۰ ماين چاودنو لسګونه ملكي وګړي ټپيان كړي دي. د دغه ولايت د رسنيو دفتر د خبرپاڼې پر بنسټ، دا چاودنې په خوږياڼو ولسوالۍ او مركز جلال اباد ښار كې وشوې. د سرچينې په وينا، درې چاودنې زيان نه لري او د اوو چاودنو له كبله د ماشومانو په ګډون ۵۲ […]

نویسنده: hewadpal
28 زمری 1398
په ننګرهار کې د ماين چاودنو ۶۶ ملكي وګړي ټپيان كړل

په ننګرهار كې نن ۱۰ ماين چاودنو لسګونه ملكي وګړي ټپيان كړي دي.
د دغه ولايت د رسنيو دفتر د خبرپاڼې پر بنسټ، دا چاودنې په خوږياڼو ولسوالۍ او مركز جلال اباد ښار كې وشوې.
د سرچينې په وينا، درې چاودنې زيان نه لري او د اوو چاودنو له كبله د ماشومانو په ګډون ۵۲ تنه ټپيان شوي دي.
خو د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وياند ظاهر عادل كليد ته وويل، په جلال اباد ښار كې د شوو ماين چاودنو له ځايونو د ۲۳ ماشومانو په ګډون ۶۶ ټپيان حوزوي روغتون ته وړل شوي دي.
د يادو پېښو مسووليت تراوسه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.
په جلال اباد ښار كې دا چاودنې په داسې حال كې کېږي، چې امنيتي چارواکو د خپلواکۍ ورځې د ښې نمانځنې لپاره د کلکو امنيتي تدابيرو د نيولو خبر ورکړى و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA