ads

په کابل ښار کې د لسګونو بېوزلو جوړو ډله ييز واده وشو

په کابل ښار کې د لسګونو هغو جوړو، چې د واده د لګښت توان یې نه درلود، په ډله ییزه توګه د واده مراسم ترسره شول. په دغو مراسمو كې، چې نن د کابل ښار په لوېدیځ کې جوړ شوي وو، ۱۴۰ هغو جوړو، چې پخوا کوژدن شوې وې او د واده کولو وس یې […]

نویسنده: hewadpal
25 زمری 1398
په کابل ښار کې د لسګونو بېوزلو جوړو ډله ييز واده وشو

په کابل ښار کې د لسګونو هغو جوړو، چې د واده د لګښت توان یې نه درلود، په ډله ییزه توګه د واده مراسم ترسره شول.
په دغو مراسمو كې، چې نن د کابل ښار په لوېدیځ کې جوړ شوي وو، ۱۴۰ هغو جوړو، چې پخوا کوژدن شوې وې او د واده کولو وس یې نه درلود، برخه اخیستې وه.
د ډله ییز واده دا مراسم د ابوالفضل عباس فرهنګي بنسټ لخوا ترسره شول، چې د دې بنسټ د مسوولینو په خبره، مالي لګښت یې ملي سوداګرو ورکړ.
د ياد بنسټ یو تن مسوول خادمي کلید ته وویل، دوی هر کال دوه ځله د بېوزلو کورنیو لپاره داسې مراسم جوړوي.
په ورته وخت کې دوه تنه زومانو، چې د خپلو ناوې ګانو ترڅنګ ناست وو او تورې دریشي ګانې یې اغوستې وې، له کلید سره په خبرو کې د دغو مراسمو له جوړوونکو مننه وکړه او له نورو خلکو یې وغوښتل، چې په ودونو کې له حده زیات لګښت ونه کړي.
په همدې حال كې یو تن دیني عالم سید قاسم سجادي وایي، اسلام په هر کار کې خپل پیروان له اسرافه منع کړي او په وينا يې، د دوو ځوانانو د شرعي نکاح لپاره زمینه برابرول د اسلام له نظره ډېر ثواب لري.
د ابوالفضل العباس فرهنګي بنسټ غړي خادمي همدارنګه وويل، هغه کسان، چې په ودونو کې لوی لګښت کوي، پر ځای دې يې دا پیسې د ځوانانو پر زده کړو او د هغوی لپاره پر کار موندنې ولګوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د بېلابېلو بنسټونو د سروې ګانو له مخې، اوسمهال شاوخوا ۵۲ فيصده افغانان د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي، خو ښه اقتصاد لرونكي كسان بيا په لویو او مجللو هوټلونو کې په يوه شپه كې پر ودونو ميليونونه افغانۍ لګوي، چې دغه کار د ډېرى افغانانو او آن د اسلام له نظره اسراف بلل کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA