د اختر لمونځ نن د هرات په مركز او ولسواليو كې تر سختو امنيتي تدابيرو لاندې ترسره شو.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالاحد ولي زاده كليد ته وويل، د اختر په ورځو كې د دولت د وسله والو مخالفينو د بريدونو د مخنيوي په هدف د پوليسو او نورو امنيتي ځواكونو لخوا سخت امنيتي تدابير نيول شوي دي.
هغه د اختر په ورځو كې د امنيت د ښه ټينګښت لپاره له امنيتي ځواكونو سره د خلكو پر همكارۍ ټينګار وكړ.
په همدې حال كې د هرات سيمه ييزو مسوولينو او د جوماتونو خطيبانو د اختر د لمانځه تر ادا كولو وروسته په هېواد كې د تلپاتې سولې پر ټينګښت او يووالي ټينګار وكړ.
دوى د دولت له وسله والو مخالفينو وغوښتل، چې خپلې وسلې پر ځمكه كېږدي او د سولې له بهير يو ځاى شي.