د افغانستان د كركټ ملي الف لوبډلې نن د كوربه هېواد بنګله دېش د كركټ ملي الف لوبډلې ته د پنځو يو ورځنيو لوبو په لومړۍ سيالۍ كې په ۱۰ وېكټو ماتې وركړه.
د لوبې پچه د بنګله دېش د لوبډلې لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې پرېكړه يې وكړه.
بنګله دېشۍ لوبډلې په ټاكل شوو ۵۰ اوورونو كې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۱ منډې وكړې، خو افغان لوبډلې وركړل هدف په ۴۳ اعشاريه پنځه اوورونو كې پوره كړ او هېڅ يو لوبغاړى يې ونه سوځېد.
تر دې مخكې د افغانستان او بنګله دېش د كركټ ملي الف لوبډلو ترمنځ د دوو څلور ورځنيو سياليو لوبلړۍ افغانستان ګټلې وه.
د دواړو لوبډلو ترمنځ به د پنځو يو ورځنيو سياليو لوبلړۍ د روانې جولاى مياشتې تر ۲۹مې نېټې دوام وكړي.