ads

په غزني كې ۱۰۰۰ بېوزلو ښځو ته د چرګو د ساتنې واړه فارمونه جوړېږي

په غزني کې سږ كال ۱۰۰۰ بېوزلو ښځو ته د اقتصادي ځان بساينې په هدف د (WDOOS) خيريه موسسې لخوا د چرګو د ساتنې په برخه کې روزنه وركول كېږي او ورته واړه کورني فارمونه جوړېږي، ترڅو له هګيو يې په استفادې عوايد ترلاسه كړي او په راتلونكې كې دې فارمونو ته پراختيا ورکړي. د […]

نویسنده: hewadpal
15 چنګاښ 1398
په غزني كې ۱۰۰۰ بېوزلو ښځو ته د چرګو د ساتنې واړه فارمونه جوړېږي

په غزني کې سږ كال ۱۰۰۰ بېوزلو ښځو ته د اقتصادي ځان بساينې په هدف د (WDOOS) خيريه موسسې لخوا د چرګو د ساتنې په برخه کې روزنه وركول كېږي او ورته واړه کورني فارمونه جوړېږي، ترڅو له هګيو يې په استفادې عوايد ترلاسه كړي او په راتلونكې كې دې فارمونو ته پراختيا ورکړي.
د دغه ولايت د رسنيو له دفتره نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې ويل شوي، دا فارمونه د غزني پر مرکز سربېره په قره باغ، مقر او ناور ولسواليو كې هغو ښځو ته جوړېږي، چې کونډې او يا يې کورنۍ له اقتصادي اړخه کمزورې وي، ترڅو وکولاى شي له دې لارې د چرګو د ساتنې عصري لارې چارې زده او په دوامداره توګه عوايد ترلاسه کړي.
د سرچينې په وينا، د ياد پروګرام له لارې لومړى ښځو ته د چرګو د ساتنې او ورڅخه د غوره حاصلاتو د ترلاسه کولو د لارو چارو په تړاو د متخصصينو له لوري روزنه ورکول کېږي، وروسته هرې يوې ته د چرګو د ساتنې ځايونه جوړېږي او بيا ورته ۳۰ – ۳۰ چرګې وېشل كېږي.
د يادونې وړ ده، چې دغې خيريه موسسې په دې وروستيو كې د غزني د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ له رياست سره په همغږۍ هلته خپلې چارې پيل کړې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA