ads

ايرلنډ د كركټ په يو ورځنۍ لوبه كې افغانستان ته ماتې وركړه

د افغانستان او ايرلنډ د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ د دوو يو ورځنيو نړيوالو لوبو لومړۍ سيالي ايرلنډ وګټله.
دا لوبه تېره ورځ د ايرلنډ په بېلفاسټ ښار كې ترسره شوه.

نویسنده: mayar
30 غویی 1398
ايرلنډ د كركټ په يو ورځنۍ لوبه كې افغانستان ته ماتې وركړه

د افغانستان او ايرلنډ د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ د دوو يو ورځنيو نړيوالو لوبو لومړۍ سيالي ايرلنډ وګټله.
دا لوبه تېره ورځ د ايرلنډ په بېلفاسټ ښار كې ترسره شوه.
د لوبې پچه د افغان لوبډلې لوبډلمشر وګټله او ايرلنډي لوبغاړو ته يې د توپوهنې بلنه وركړه.
د ايرلنډ د كركټ ملي لوبډلې په ۴۸ اعشاريه پنځه اورونو كې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۱۰ منډې وكړې، خو افغان لوبډلې وركړل شوى هدف پوره نه شو كړاى او په ۳۵ اعشاريه څلور اورونو كې يې د ټولو لوبغاړو په له لاسه وركولو ۱۳۸ منډې وكړې او لوبه يې د ۷۲ منډو په توپير وبايلله.
د افغانستان او ايرلنډ ترمنځ به د كركټ د دوو يو ورځنيو نړيوالو لوبو دوهمه سيالي سبا د ايرلنډ په بېلفاسټ ښار كې ترسره شي.
افغانستان د كركټ د سږني نړيوال جام تر سياليو مخكې له پاكستان او انګلستان سره هم دوه يو ورځنۍ لوبې لري.
د كركټ دا ټولې لوبې د نړيوال جام سياليو ته د چمتووالي په هدف ترسره كېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA