د پاكستان د بلوچستان ايالت په مركز كوېټه ښار كې تېره شپه چاودنې ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
ځايي چارواكي وايي، دا چاودنه په يوه موټر سايكل كې د ځاى پر ځاى شوو چاودېدونكو توكو له كبله شوې، چې په ترڅ كې يې څلور پوليس وژل شوي او ۱۲ كسان ژوبل دي.
د پېښې مسووليت تحريك طالبان پاكستان پر غاړه اخيستى دى.
د روژې مباركې مياشتې له پيله دا په پاكستان كې درېيم تروريستي اقدام دى.
د دې مياشتې په مناسبت د لاهور، اسلام اباد، كراچۍ او پېښور په ګډون د پاكستان په لويو ښارونو كې سخت امنيتي تدابير نيول شوي دي.