ads

افغانستان د كركټ په يو ورځنۍ لوبه كې سكاټلنډ ته ماتې وركړه

د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې د دوو يو ورځنيو لوبو د لړۍ په دوهمه لوبه كې د سكاټلنډ د كركټ ملي لوبډلې ته ماتې وركړه.
دا لوبه تېره ورځ د سكاټلنډ په پايتخت ايدينبورګ كې ترسره شوه.

نویسنده: mayar
21 غویی 1398
افغانستان د كركټ په يو ورځنۍ لوبه كې سكاټلنډ ته ماتې وركړه

د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې د دوو يو ورځنيو لوبو د لړۍ په دوهمه لوبه كې د سكاټلنډ د كركټ ملي لوبډلې ته ماتې وركړه.
دا لوبه تېره ورځ د سكاټلنډ په پايتخت ايدينبورګ كې ترسره شوه.
د سكاټلنډ د كركټ ملي لوبډلې په ټاكل شوو ۵۰ اورونو كې د اوو لوبغاړو په سوځېدو افغان لوبډلې ته ۳۲۶ منډې هدف وټاكه او د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې په ۴۴ اعشاريه پنځه اورونو كې د درېيو لوبغاړو په له لاسه وركولو ۲۶۹ منډې وكړې.
د باران ورېدو له كبله دا لوبه افغانستان د ډي اېل قانون له مخې په دوو منډو وګټله.
تر دې مخكې د دواړو لوبډلو ترمنځ د دوو يو ورځنيو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه د باران ورېدو له كبله ترسره نه شوه.
ياده لوبه د روان ميلادي كال د نړيوال جام سياليو ته د چمتووالي په هدف ترسره شوه.
افغان لوبډله د روانې مې مياشتې په ۱۹مه او ۲۱مه نېټه د ايرلنډ له لوبډلې سره لوبې لري او د نړيوال جام تر سياليو مخکې به د پاکستان او انګلستان له لوبډلو سره هم ولوبېږي.
د يو ورځنيو لوبو د نړيوال جام سيالۍ د روانې ميلادي مياشتې په ۳۰مه نېټه پيلېږي.
دا سيالۍ به د افغانستان په ګډون د ۱۰ هېوادونو د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ په انګلستان او وېلز کې د راتلونكې جولاى مياشتې تر ۱۴مې نېټې دوام وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA