د افغانستان د كركټ ملي لوبډله نن په سكاټلنډ كې د دې هېواد د كركټ له ملي لوبډلې سره د دوو نړيوالو يو ورځنيو سياليو لومړۍ لوبه ترسره كوي.
دغه لوبه د کابل په وخت نن له غرمې وروسته دوه بجې او ۳۰ دقيقې پيل شي.
دغه راز د افغانستان او سكاټلنډ د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ به دوهمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه د روانې مې مياشتې په لسمه نېټه ترسره شي.
دا په داسې حال كې ده، چې ټاكل شوې د روان ميلادي كال د كركټ د نړيوال جام لوبې د مې مياشتې له ۳۰مې د جولاى تر ۱۴مې نېټې د انګلستان او وېلز په کوربه توب د افغانستان په ګډون د ۱۰ هېوادونو د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ ترسره شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ