ads

نعيمي: طالبان د فراه پر څلورو ولسواليو بشپړ كنټرول لري

د فراه د ولايتي شورا مرستيال شاه محمود نعيمي وايي، د دغه ولايت څلور ولسوالۍ د وسله والو طالبانو تر كنټرول لاندې دي او شپږ نورې يې هم له لوړ امنيتي ګواښ سره مخ دي.

نویسنده: mayar
17 غویی 1398
نعيمي: طالبان د فراه پر څلورو ولسواليو بشپړ كنټرول لري

د فراه د ولايتي شورا مرستيال شاه محمود نعيمي وايي، د دغه ولايت څلور ولسوالۍ د وسله والو طالبانو تر كنټرول لاندې دي او شپږ نورې يې هم له لوړ امنيتي ګواښ سره مخ دي.
هغه د فراه د امنيتي حالت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره كليد ته وويل، خاك سفېد، بكوا، ګلستان او شيب كوه ولسوالۍ په بشپړه توګه د طالبانو تر ولكې لاندې دي او په شپږو نورو ولسواليو كې افغان ځواكونه يوازې د ولسواليو پر مركزونو كنټرول لري.
نعيمي زياته كړه، په وروستيو دوو ورځو كې طالبانو په فراه كې د ملي اردو نېږدې ۳۰ سرتېري وژلي دي.
خو د ملي دفاع وزارت وياند قيس منګل د فراه د ولايتي شورا د مرستيال څرګندونې ردوي او وايي، په دې ولايت كې د دولت وسله والو مخالفينو ته درانه تلفات اوښتي دي.
منګل كليد ته وويل، افغان سرتېري د فراه په ټولو سيمو كې موجود دي او هلته د دولت د وسله والو مخالفينو په ضد ځمكني او هوايي عمليات دوام لري.
وسله والو طالبانو تراوسه د دوى له لوري د فراه د څلورو ولسواليو د نيول كېدو په تړاو څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA