د ننګرهار د والي شاه محمود مياخېل په امر د جلال اباد ښاروالۍ له لوري له ټاکلو بيو سرغړوونکو دوكاندارانو سره د قانوني چلند د ترسره کولو په هدف ګومارل شويو سيارو ډلو نن د جلال اباد ښار په بېلابېلو سيمو كې رسماً خپلې چارې پيل كړې.
مياخېل وايي، د روژې مبارکې مياشتې په را رسېدو سره د دې پر ځاى، چې د افغاني او اسلامي مسووليت له مخې دوكانداران خوراكي توكي ارزانه کړي، د هغو بيې يې لوړې كړې دي.
نوموړي د جلال اباد ښاروالۍ مسوولينو ته لارښوونه وکړه، چې له سرغړوونكو سره جدي چلند وكړي.
بل پلو د جلال اباد ښاروال رياض الله درمل وويل، ګومارل شوې سيارې ډلې به د جلال اباد ښار په بېلابېلو سيمو كې د خوراكي توكو بيې کنټرول کړي او له هغو کسانو سره به سخت قانوني چلند وکړي، چې له نرخپاڼو يې سرغړونه کړې وي.
دا په داسې حال كې ده، چې د ننګرهار په مركز جلال اباد ښار کې يو ځل بيا د روژې مباركې مياشتې په راتګ سره د خوراکي توکو بيې لوړې شوي او ښاريان يې له ستونزو سره مخ كړي دي.