د بغلان پر امنيه قوماندانۍ د بريد له كبله، چې څو ساعته يې دوام وكړ، ۷۷ كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د كورنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د يكشنبې په ورځ غرمه مهال شاوخوا ۱۲ بجې د ترهګرو يوې ډلې، چې په جګړه ييزو توکو او ځانمرګو واسکټونو سمبال وو، د بغلان پر امنيه قوماندانۍ بريد وکړ.
د سرچينې په وينا، لومړى يوه ځانمرګي بريد كوونكي د يادې امنيه قوماندانۍ ودانۍ ته څېرمه موټربم ته چاودنه ورکړه او ورپسې اته نور ترهګر د دې ودانۍانګړ ته دننه شول.
سرچينه وايي، ملي پوليسو او د پوليسو ځانګړو ځواکونو د پېښې سيمه تر خپلې ولکې لاندې راوسته او اته واړه ترهګر يې ووژل.
د كورنيو چارو وزارت په خبره، په پېښه كې ۱۳ ملي پوليس هم وژل شوي او ۳۵ تنه نور ټپيان دي.
دغه وزارت وايي، په بريد كې ۲۰ ملكي وګړي هم ټپيان شوي دي.
د بريد مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستى او له ۱۰۰ زياتو پوليسو ته يې د مرګ ژوبلې اړولو ادعا كړې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ