ads

په ارزګان کې ۷ تنه سېلابونو له ځان سره وړي او لا درکه دي

په ارزګان ولايت کې له سختو ورښتونو وروسته د سېلابونو د راوتو له کبله ۷ کسان لا درکه شوي.

نویسنده: mayar
28 وری 1398
په ارزګان کې ۷ تنه سېلابونو له ځان سره وړي او لا درکه دي

په ارزګان ولايت کې له سختو ورښتونو وروسته د سېلابونو د راوتو له کبله ۷ کسان لا درکه شوي.
د ارزګان د دهراوود ولسوالۍ ولسوال خليفه سعادت کليد ته وویل، سېلابونو د خلکو په زرګونو جريبه ځمکه هم ويجاړه کړې او ډېر شمېر کورنۍ له خپلو کورونو بې ځایه شوې دي.
سعادت زياتوي، که څه هم په بېړنۍ توګه يې له يو شمېر زيانمنو سره مرسته کړې خو دا مرستې کافي نه دي او اړتيا ده چې نورې مرستې هم ورسره وشي. هغه له خيريه ټولنو غوښتنه وکړه چې په دې سخت وخت کې د ارزګان د خلکو لاسنیوی وکړي او لازمې مرستې ورسره وکړي.
افغان حکومت وايي، په وروستيو څو ورځو کې د افغانستان په ۱۶ ولايتونو کې ورښتونه شوي او له کبله يې راوتو سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA