ads

د سيمې هېوادونه د افغانستان د نظام او اساسي قانون پر خونديتوب ټينګار کوي

د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئيس او د سولې د اجماع لپاره په سيمه ييزو چارو كې د جمهور رئيس ځانګړى استازى محمد عمر داودزى وايي، په افغانستان كې د جګړې د پاى ته رسېدو لپاره په نړيواله كچه سياسي اراده موجوده ده، خو د سولې په برخه كې د سيمې هېوادونو نوښتونه همغږي نه دي.

نویسنده: mayar
4 وری 1398

هغه نن يوې خبري غونډې ته وويل، پاكستان، چين او ايران ته د سفرونو په مهال يې دغو هېوادونو د افغانستان د نظام او اساسي قانون پر خونديتوب ټينګار وكړ.
د ده په وينا، د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد له طالب استازو سره د خپلو خبرو جزيات د ملي يووالي له حكومت سره شريك كړي دي.
داودزى ټينګار كوي، چې د سولې مشورتي لويه جرګه به په ټاكل شوي وخت د راتلونكې غويي مياشتې په نهمه نېټه پيل او بياځلي به ونه ځنډول شي.
د نوموړي په خبره، په ټاكلي وخت د دې جرګې د ترسره كولو لپاره لازم چمتووالى نيول شوى دى. داودزي له طالبانو سره د مذاكراتو د چوكاټ او حدودو په اړه تصميم او تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره د مېكانيزم او لارو ټاكل د سولې د مشورتي لويې جرګې بنسټيز هدفونه ياد كړل.
ټاكل شوې وه د سولې مشورتي لويه جرګه د تېر لمريز كال د كب مياشتې په وروستۍ اونۍ كې جوړه شي، خو د تخنيكي ستونزو او د هوا د نامساعدوالي له كبله د روان لمريز كال د غويي مياشتې نهمې نېټې ته وځنډېده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA