ads

په دايكندي كې سږ كال لسګونه زره نيالګي كېنول كېږي

په دايكندي كې به سږ كال له ۶۰ زرو زيات مېوه لرونكي او بې مېوې نيالګي كېنول شي.
د دې ولايت د كرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئيس عبدالواحد فېروزي كليد ته وويل، هلته د نيالګيو كېنولو كمپاين پيل شوى او يوه مياشت به دوام ولري.

نویسنده: mayar
3 وری 1398

د هغه په وينا، په تېر ژمي كې د ډېرو ورښتونو له كبله به بزګران په روان ۱۳۹۸يم لمريز كال كې له وچكالۍ سره مخ نه شي.
په تېر ۱۳۹۷يم لمريز كال كې په دايكندي كې وچكالۍ د بادامو حاصلات ۴۰ فيصده كم كړل، چې په ترڅ كې يې باغ لرونكي له مالي پلوه ډېر زيانمن شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA