د پکتيا امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو په وړاندې د مبارزې مديريت منسوبينو تېره ورځ د دغه ولايت په ميرزکې ولسوالۍ کې د دې ولسوالۍ د پوليسو په همکارۍ څلور وسله وال غله نيولي دي.
د پكتيا امنيه قوماندانۍ د رسنيو دفتر په يوه خبرپاڼه كې ويلي، يادو غلو غوښتل د دغه ولايت د كار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رياست له مالي مسوول څخه ۳۳۷ زره افغانۍ غلا كړي.
په خبرپاڼه كې راغلي، له دې غلو يو ميل کلاشينکوف، يو قبضه لاسي بم او يو عراده سراچه ډوله موټر ترلاسه شوي دي.
د سرچينې په خبره، نيول شوو غلو په لومړنيو څېړنو كې پر خپل جرم اعتراف کړى او دوسيې به يې تر بشپړو څېړنو وروسته د نورو اجراآتو په هدف عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
بايد وويل شي، چې د پکتيا امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو په ضد د مبارزې مديريت د اړيکو ۲۴ ساعته شمېره فعاله کړې او خلک ورسره د ناقانونه کړنو د ليدلو په وخت اړيکې نيسي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ