د لغمان په الينګار ولسوالۍ کې نن سهار د دولت د وسله والو مخالفينو د ځپلو په هدف د ملي اردو سرتېرو په مشرۍ د ګډو افغان ځواكونو عمليات پيل شول.
د دغه ولايت د والي وياند اسدالله دولتزي کليد ته وويل، دا عمليات به پنځه ورځې دوام ولري.
د هغه په وينا، په دې عملياتو كې ملي او سيمه ييز پوليس او همدارنګه توپچي او هوايي ځواكونه د ملي اردو سرتېرو ملتيا كوي.
دولتزي زياته كړه، ياد عمليات تر دې دمه بريالي روان دي.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه د دغو عملياتو په تړاو تبصره نه ده كړې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ