د ملي دفاع وزارت په بلخ كې د پنجشنبې په ورځ د رامنځته شوې شخړې د پاى ته رسېدو خبر وركوي.
د ملي دفاع سرپرست وزير اسدالله خالد د كورنيو چارو له سرپرست وزير مسعود اندرابي سره نن مازديګر په مزار شريف ښار كې يوې ګډې خبري غونډې ته وويل، په ادارو كې بدلون او تبديلي يو اصل دى.
د نوموړي په خبره، د بلخ د نوي امنيه قوماندان عبدالرقيب مبارز د معرفۍ په برخه كې سمه همغږي نه وه شوې.
ده زياته كړه، د بلخ له پخواني والي عطاء محمد نور سره د دغه ولايت د يوه مشر په توګه مشوره شوې او هغه له نوي امنيه قوماندان سره هېڅ ستونزه نه لري.
د پنجشنبې په ورځ په مزار شريف ښار كې د بلخ د پخواني والي عطاء محمد نور پلويانو د دې ولايت د نوي امنيه قوماندان عبدالرقيب مبارز د معرفۍ د مخنيوي لپاره له امنيتي سرتېرو سره وسله واله نښته وكړه.
د راپورونو له مخې، په ياده نښته كې يو پوليس وژل شوى او د ۱۰ امنيتي سرتېرو په ګډون ۱۸ تنه نور ټپيان شوي دي.
مبارز د بلخ د نوي امنيه قوماندان په توګه تر څو ساعته جګړې وروسته معرفي شو او خپله دنده يې پيل كړه.