ads

په هلمند كې د يوه خبريال پر موټر د چسپكي ماين چاودنه شوې

د هلمند په مركز لښكرګاه ښار كې د چسپكي ماين چاودنې د سباوون په نوم د شخصي راډيو ټلويزيون خبريال نثار احمد احمدي ټپي كړ.

نویسنده: mayar
21 کب 1397
په هلمند كې د يوه خبريال پر موټر د چسپكي ماين چاودنه شوې

د هلمند په مركز لښكرګاه ښار كې د چسپكي ماين چاودنې د سباوون په نوم د شخصي راډيو ټلويزيون خبريال نثار احمد احمدي ټپي كړ.
د دغه ولايت د والي وياند عمر ځواك كليد ته وويل، دا چاودنه نن سهار شاوخوا اووه بجې او ۳۰ دقيقې د لښكرګاه ښار په كارته لګان سيمه كې د ياد خبريال پر موټر شوې ده.
د نوموړي په خبره، احمدي اوسمهال په روغتون كې تر درملنې لاندې دى.
د هلمند د اېمرجنسي روغتون كاركوونكي د احمدي روغتيايي حالت د ډاډ وړ بولي.
د هلمند والي تورنجنرال محمد ياسين خان دا پېښه غندلې او هغه يې د بيان پر ازادۍ بريد ياد كړى دى.
ده امنيتي ادارو ته د پېښې د هراړخيزې څېړنې امر كړى دى.
د دې بريد مسووليت تراوسه كومې وسله والې ډلې نه دى منلى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA