ads

په هېواد كې د سولې په نوم د نيالګيو كېنولو كمپاين پيل شو

د جمهور رئيس محمد اشرف غني په لارښوونه په ټول هېواد کې د ځوانانو له لوري د سولې په نوم د نيالګيو کېنولو کمپاين تېره ورځ له ننګرهاره د دې ولايت د والي، عامې روغتيا وزير او ګڼ شمېر ځوانانو له لوري د نيالګيو په کېنولو سره پيل شو.

نویسنده: mayar
4 کب 1397

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وويل، د جمهور رئيس غني د لارښوونې له مخې به په ټول هېواد کې د ځوانانو لخوا د سولې په نوم يو ميليون نيالګي کېنول شي.
بل پلو د عامې روغتيا وزير فېروزالدين فېروز له ټولو هېوادوالو وغوښتل د سالم چاپېريال لپاره، چې پر روغتيا مستقيم اغېز لري، په دغه کمپاين کې برخه واخلي.
د عامې روغتيا وزارت مرستيالې ماموسۍ زېور بيا پر مېرمنو غږ وکړ، چې په خپلو کورونو کې له نارينه وو سره يو ځاى د کېنول شوو بوټو ساتنه او پالنه وکړي.
دا په داسې حال كې ده، چې هر كال په هېواد كې سلګونه زره نيالګي كېنول كېږي، خو د ناسمې ساتنې او پالنې له كبله ډېرى يې وچېږي او له منځه ځي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA