ads

جمهور رئيس غني د پاكستان او طالبانو ترمنځ د اړيكو پر واضح كېدو ټينګار وكړ

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، طالبان دې له پاکستان او پاکستان دې له طالبانو سره خپلې اړيکې واضحې کړي، چې پر کوم اساس استوارې دي او ترڅنګ دې يې له تروريستي شبکو او جرمي او حرام اقتصاد سره هم د طالبانو اړيکې معلومې شي.

نویسنده: mayar
29 سلواغه 1397

هغه دا څرګندونې تېر ماښام په ارګ كې د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره د ليدنې په مهال، چې يو شمېر نورو چارواكو هم حضور درلود، وكړې.
د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې د جمهور رئيس غني له قوله راغلي، په دې وروستيو کې د سولې پروسې په تړاو کليدي مسايل ډېر روښانه شوي او په وينا يې، تلپاتې او باعزته سولې ته د رسېدو لپاره لا زياتو او ګډو اقداماتو ته اړتيا ده.
بل پلو خليلزاد وويل، دوى د افغان حکومت او افغانانو په محوريت په افغانستان کې د سولې لپاره جدي دي، خو داسې تلپاتې سوله غواړي، چې په کې ټول ارزښتونه خوندي شي او ۴۰ کلن بحران پاى ته ورسېږي.
نوموړي څرګنده کړه، د طالبانو له استازو سره يې په غونډو كې له القاعده شبكې سره د طالبانو د اړيکو پر څرنګوالي، د امريکايي سرتېرو پر حضور، له افغان حکومت سره پر مستقيمو مذاکراتو او سرتاسري هراړخيز او دايمي اوربند بحثونه كړي، خو هوكړې ته لا رسېدلي نه دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA