په هلمند كې د هاوان د لګېدو له كبله دوه ملكي وګړي وژل شوي دي.
د هلمند ولايت د رسنيو دفتر وايي، د نهر سراج ولسوالۍ په سپين مسجد سيمه کې د وسله والو مخالفينو يو هاوان پر يوه ملکي کور کې ولګېده، چې له کبله يې دوه ښځې ووژل شوې.
سرچينه زياتوي، په پېښه كې يادې كورنۍ ته سخت مالي زيان هم اوښتى دى.
د دولت وسله والو مخالفينو تر دا مهاله په دې تړاو څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ