د ايران پوځ وايي، د جمعې په ورځ يې د ۱۲ زرو سرتېرو په ګډون پوځي تمرينونه پيل کړي دي.
د ايران دولتي ټلويزيون د دغه هېواد د پليو ځواکونو د قوماندان جنرال کيومرث حيدري له قوله راپور ورکړى، د يادو تمرينونو هدف له ځانګړو دښمنانو او وسله والو سختدريځو سره مبارزه ده.
كه څه هم حيدري د كوم هېواد نوم نه دى اخيستى، خو ويلي يې دي، دا تمرينونه به تېري كوونكو دولتونو ته د ايرانۍ اردو وړتيا وښيي.
دغه تمرينونه د ايران په اصفهان ولايت کې دوه ورځې دوام کوي.