ټاکل شوې نن د ترکيې جمهور رييس رجب طيب اردوغان د دې هېواد د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ مسکو ته لاړ شي او هلته له خپل روسي سيال ولاديمير پوتين سره وګوري.
دواړه مشران په دې ليدنه کې د دوه اړخيزو اړيکو او د سوريې د وضعيت په تړاو خبرې کوي.
دا په داسې حال کې ده چې پوتين پرون له خپل جاپاني سیال شینزو ابې سره لیدلي دي.
دوی د ځمکې پر سر د لسیزو زړې هغې شخړې په اړه خبرې کړې دي چې له کبله یې په دویمه نړیواله جګړه کې توکیو او مسکو نه وو توانېدلي چې په رسمي ډول د سولې موافقه وکړي.
پوتین او ابې پرون په کرملین کې سره لیدلي دي. د کرملین ویاند دمتري پسکوف ویلي چې روسیه او جاپان دواړه له خپلو ملي ګتو نه تېرېږي. د ده په وینا دا خبرې په لومړي پړاو کې دي او تمه ده ګټورې پایلې ولري.