ads

نن غني او عبدالله د جمهوري رياست ټاکنو ته د کانديدانو په توګه نوم ليکنه کوي

د ټاكنو خپلواك كمېسيون د مهالوېش پر بنسټ د جمهوري رياست ټاكنو ته د كانديدانو د نومليكنې بهير نن پاى ته رسېږي.

نویسنده: mayar
30 مرغومی 1397
نن غني او عبدالله د جمهوري رياست ټاکنو ته د کانديدانو په توګه نوم ليکنه کوي

د ټاكنو خپلواك كمېسيون د مهالوېش پر بنسټ د جمهوري رياست ټاكنو ته د كانديدانو د نومليكنې بهير نن پاى ته رسېږي.
نن به د ملي يووالي حكومت مشران محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله له جلا ټاكنيزو ټيمونو سره د ټاكنو خپلواك كمېسيون دفتر ته لاړ شي او هلته خپل نومونه د جمهوري رياست راتلونكو ټاكنو ته د كانديدانو په توګه ثبت كړي.
تراوسه عبدالطيف پدرام، حکيم تورسن، سيد نورالله جليلي، عنايت الله حفيظ، زلمي رسول، نورالحق علومي، فرامرز تمنا، محمد شهاب حكيمي، محمد حنيف اتمر، ګلبدين حكمتيار، احمد ولي مسعود، رحمت الله نبيل او محمد ابراهيم الكوزي د راتلونكي لمريز كال د چنګاښ مياشتې د ۲۹مې نېټې د جمهوري رياست ټاكنو ته ځانونه کانديد کړي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA