ads

امريکا د پاکستان له لارې پر طالبانو د قشار راوړلو هڅه کوي

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې امریکايي حکومت هڅه کوي د پاکستان له لارې پر طالبانو فشارونه راولي او دغه ډله له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضره کړي.

نویسنده: mayar
27 مرغومی 1397
امريکا د پاکستان له لارې پر طالبانو د قشار راوړلو هڅه کوي

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې امریکايي حکومت هڅه کوي د پاکستان له لارې پر طالبانو فشارونه راولي او دغه ډله له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضره کړي.
پاکستاني رسنیو ته ديپلوماتيکو سرچینو ویلي چې پاکستان ته د امریکایي ديپلوماتانو سفرونه ډېر شوي دي او هدف یې هم دا دی، چې پاکستان قانع کړي او دغه هېواد بیا پر طالبانو فشار راولي چې روانه جګړه له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو له لارې ختمه کړي.
په همدې اونۍ کې د ګڼو امریکايي ديپلوماتانو ترڅنګ د امریکا د ملي امنیت شورا د جنوبي اسیا د چارو مسووله لیزا کرېتس هم اسلام اباد ته تللې وه. نوموړې هم له پاکستاني حکومت غوښتي چې د افغان سولې په پروسه کې همکاري وکړي او پر طالبانو فشار راولي. امریکا داسې مهال دغه هڅه کوي چې طالبانو امریکا ته د فشارونو د راوستلو په تړاو خبرداری ورکړی دی. دوی ویلي که امریکا له نورو لارو پر طالبانو د فشار راوستلو هڅه کوي نو ښایي د سولې خبرې لغوه کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA