ads

خليلزاد له جمهور رييس غني سره وکتل

د افغان سولې په چارو کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت استازي زلمي خليلزاد تېر ماښام له افغان جمهور رييس محمد اشرف غني سره وکتل.

نویسنده: mayar
26 مرغومی 1397
خليلزاد له جمهور رييس غني سره وکتل

د افغان سولې په چارو کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت استازي زلمي خليلزاد تېر ماښام له افغان جمهور رييس محمد اشرف غني سره وکتل.
د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې خلیلزاد پرون ماښام په ارگ کې په یوه غونډه کې چې د جمهور رئيس غني او عبدالله عبدالله په گډون د افغانستان یو شمیر سیاسي مشران پکې حاضر وو هند، چین او متحده اماراتو ته د خپلو وروستیو سفرونه په اړه معلومات ورکړل.
د افغانستان دولت ټینگار کوي چې له طالبانو سره دې د سولې خبرې د افغانانو په مالکیت او مدیریت وشي، خو طالبان بيا ټينګار کوي چې دوی يوازې له امريکا سره د امريکايي ځواکونو د وتلو په سر خبرې کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA