ads

د چين د كركټ د ښځو پر لوبډلې نړيوال تاريخي ريكارډ جوړ شو

په تايلنډ کې د اسيا د نهو هېوادونو ترمنځ د ښځو د کرکټ‌ په روانو ۲۰ اوريزو لوبو كې پرون يو نړيوال تاريخي ريکارډ جوړ شو.
د متحده عربي اماراتو او چين ترمنځ د يکشنبې ورځې په لوبه کې د اماراتو د ښځو لوبډلې د چين لوبډلې ته د ۲۰۳ منډو هدف وټاکه، خو د چين د ښځو لوبډله په ۴۰ دقيقو کې په ۱۰م اور کې په ۱۴ منډو وسوځېده.

نویسنده: mayar
24 مرغومی 1397

دا د ښځو په كركټ كې په يوه ۲۰ اوريزه لوبه كې د يوې لوبډلې تر ټولو كمې منډې دي.
له اوله داسې ښکارېدل، چې دغه هدف چين ته ډېر زيات دى، خو داسې نه انګېرل کېدل، چې داسې لوبه به وشي.
د چين شپږ لوبغاړې په صفر وسوځېدې، تر ټولو ډېرې څلور منډې زوى يونګ وکړې.
دوې نورې لوبغاړې په درېيو او يوه بله يې په دوو منډو وسوځېده.
په تايلنډ كې اوس مهال د اسيا د نهو هېوادونو د ښځو د كركټ لوبډلو ترمنځ ۲۰ اوريزې لوبې روانې دي، چې په كې د دغه هېواد دوه لوبډلې او د چين، متحده عربي اماراتو، هانک کانګ، نيپال، ماليزيا، انډونيزيا، بوټان او ميانمار لوبډلې لوبېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA