د شمالي کوريا مشر کيم جونګ اون واک ته له رسېدو وروسته د څلورم ځل لپاره چين ته تللى دى.
ټاکل شوې نوموړی د چين له جمهور رئيس شي جين پينګ سره وګوري او د کوريا د وروستيو حالاتو په تړاو ورسره خبرې وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ سپينې ماڼۍ د شمالي کوريا د مشر يو ليک ترلاسه کړ او په هغه کې يې د دوهم ځل لپاره د امريكا له جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ سره ليدنې ته لېوالتيا څرګنده کړې وه.
ټرمپ په همدې تړاو ويلي، د سپينې ماڼۍ کارکوونکي هڅه کوي په نېږدې راتلونکې کې له كيم جونګ اون سره د ده دوهمه ليدنه تنظيم کړي.