د بنګلدېش په غوره ليګ کې نوي اخيستل افغان لوبغاړي حضرت ځاځي د دغه ليګ مينه وال حيران کړي دي.
نوموړی چې د شکېب الحسن په مشرۍ له ډاکه ډاينامېټس لوبډلې سره لوبېږي، تر دې مهاله يې يوازې په لومړيو دوو لوبو کې ۱۲۸ منډې جوړې کړې دي.
هغه وړمه ورځ په خپله لومړۍ لوبه کې د راجشاهي کېنګز په وړاندې ۷۸ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو او نن يې هم د کولنا ټيټانز لوبډلې په وړاندې د ۵ شپږيزو او ۴ څلوريزو په مټو ۵۷ تېزې منډې وکړي او يو ځل بيا د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
د حضرت ځاځي دې په زړه پورې لوبې د بي پي ال د مينه والو او مبصرينو پام ور اړولی دی.
که څه هم فکر کېده چې حضرت ځاځی ښايي د هند غوره ليګ ته هم واخيستل شي، خو د ډېرو په باور نوموړی تر دې مهاله د کرکټ په نړۍ کې يو څه نوی دی، نو ځکه د ای پي ال د لوبډلو د منېجرانو ورته پام ور وانه وښت، خو په راتلونکو کلونو کې به حتما اخيستل کېږي.